ads

د يوه قومندان په ګډون ۹ وسله وال طالبان ونيول شول

په ميدان وردګو ولايت کې د ګډو ځواكونو د عملياتو پر مهال د يو قوماندان په ګډون ۹ تنه وسله وال مخالفين ونيول شول. د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد كليد ته د دې خبر د پخلي ترڅنګ وويل   په ميدان وردګو ولايت کې د ګډو ځواكونو د عملياتو پر مهال […]

نویسنده: TKG
5 سلواغه 1389

په ميدان وردګو ولايت کې د ګډو ځواكونو د عملياتو پر مهال د يو قوماندان په ګډون ۹ تنه وسله وال مخالفين ونيول شول. د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد كليد ته د دې خبر د پخلي ترڅنګ وويل

 

په ميدان وردګو ولايت کې د ګډو ځواكونو د عملياتو پر مهال د يو قوماندان په ګډون ۹ تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.

د ميدان وردګو ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد كليد ته د دې خبر د پخلي ترڅنګ وويل، دغه كسان د سيد اباد ولسوالۍ د مهرو په سيمه کې د افغان او نړيوالو ځواکونو په عملياتو کې له يو شمېر وسلو او مهماتو سره نيول شوي.

شاهد زياتوي، چې د اميد تر نامه لاندې پيل شويو عملياتو کې، چې د سيداباد ولسوالۍ د مهرو په کلي کې تېره شپه ترسره شول پکې د ملي امنيت، ملي اردو او ايساف ځواکونو برخه اخيستې وه.

په نوموړو تصفيوي عملياتو کې د وسله والو يو سيمه ييز قوماندان ګل رحمن په ګډون نهه تنه وسله وال د يو شمير وسلو او مهماتو سره ونيول شول

په تر لاسه شويو مهماتو کې يوميل پيکاء، يو ميل کلاشينکوف، ځانمرکو واسکټونه، يوه سراچه موټر، يو موټرسايکل او يو شمېر چاودېدونکي توکي هم شامل دي.

د شاهد د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو ته کوم زيان ندې اوښتې او نه هم کومه نښته رامنځته شوېده.

نوموړي نيول شوي كسان د وسله والو د يوه مشهور قوماندان عبدالله مهرو  کسان وبلل، چې تل يې په کابل – کندهار لويه لاره كې پر افغان او نړيوالو ځواکونو د بريدونو ترڅنګ په اکمالاتي كتارونو. وسله والو غلاوو او تښتونو کې لاس درلودو.

د يادونې وړ ده، چې پرون هم د نومړې ولسوالۍ د تنګي په سيمه کې د افغان او ايساف ځواکونو په خاصو عملياتو کې ۸ تنه شکمن کسان نيول شوې وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA