په تېره يوه مياشت کې افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ كې د طالبانو او حقاني شبکې له ١٠٠ څخه زيات مشران نيولي دي. دغه څرګندونې په افغانستان كې د ناټو ځواكونو وياند جنرال جوزف بلاټس د
په تېره يوه مياشت کې افغان او ايساف ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ كې د طالبانو او حقاني شبکې له ١٠٠ څخه زيات مشران نيولي دي.
دغه څرګندونې په افغانستان كې د ناټو ځواكونو وياند جنرال جوزف بلاټس د سې شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وكړې.
نوموړي زياته كړه، چې پر دې سربېره يې په كندهار او ارزګان ولايتونو كې د سړك غاړې ماينونه او د نشه يي توكو زيرمې كشف كړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د جنوري د مياشتې په ۱۸ او ۱۹مه د افغان او ايتلافي ځواكونو په عمليات كې د كابل په ګډون په يوشمير ولايتونوكې ترسره شول د وسله والو مخالفينو د ډلې ۸ تنه مشران نيول شوي او يو تن وژل شوى دى.
دى وايي، چې د نيول شويو كسانو په ډله كې يو تن، چې غوښتل يې په كابل ښار كې ځان وژونكى بريد ترسره كړى هم شامل دي.
د ناټو وياند داهم وويل، چې د تېرو درېيو مياشتو په موده كې د افغان او نړيوالو ځواكونو له لوري ۱۸۰۰ عمليات شوي، چې ۸۲ سلنه عمليات په بريالي توګه ترسره شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

