ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د کندز ولايت امام صيب ولسوالي يې ٩٠ په سلو کې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه كړې. چارواكي زياتوي، چې دغه ولسوالي يې د دوو ورځنيو چڼيز عملياتو په ترڅ كې له وسله والو پاكه كړې.
ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د کندز ولايت امام صيب ولسوالي يې ٩٠ په سلو کې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکه كړې.
چارواكي زياتوي، چې دغه ولسوالي يې د دوو ورځنيو چڼيز عملياتو په ترڅ كې له وسله والو پاكه كړې.
د کندز ولايت د امني قومندانۍ وياند قاري هارون اريايي نژاد نن د سې شنبې په ورځ رسنيو ته د خبرو پر مهال وويل، چې وسله والو مخالفينو له دولتي ځواکونو سره له غبرګون پرته سمیه پریښې ده.
د هارون په وينا: دغه ګډ عمليات د يکشنبې په ورځ په امام صيب په ولسوالۍ کې د ملې اوردو ملې پوليسو، آيساف ځواکونو او ملې امنيت لخوا پيل شوي و، چې اوس هم دوام لري.
هغه وويل: چې د امام صيب ولسوالۍ ٢٦ کلي په مکمل ډول د مخالفينو له شتون څخه پاک شوي، چې اوسمهال د امنيتې ځواکونو په ولکه کې دي.
هارون زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې تر اوسه کومه نښته نده رامنځته شوې اونه هم چاته پکې زيان اوښتى دى.
د هارون په وينا: ګمان کېږي وسله وال مخالفين د امام صيب ولسوالۍ ځنګل سيمې ته تللي وي.
تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو لا څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د امام صاحب ولسوال محمد ایوب حقیار کلید سره په مرکه کی ویلي وو، چې د امام صاحب ولسوالۍ 30 په سلو کې د طالبانو په واك كې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


