ads

پكتيا كې۱۲ تنه شكمن بريدګر ونيول شول

ځايې چارواكي وايي، چې تېره ورځ يې د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د يو لړ عملياتو په تر څ كې ۱۲ تنه شكمن وسله وال جنګيالي نيولي دي. د والي د دفتر ريس حشمت يوسفي رسنيو ته ويلي دي چې له نيول شويو كسانو سره يې   ځايې چارواكي وايي، چې تېره ورځ […]

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1389

ځايې چارواكي وايي، چې تېره ورځ يې د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د يو لړ عملياتو په تر څ كې ۱۲ تنه شكمن وسله وال جنګيالي نيولي دي. د والي د دفتر ريس حشمت يوسفي رسنيو ته ويلي دي چې له نيول شويو كسانو سره يې

 

ځايې چارواكي وايي، چې تېره ورځ يې د پكتيا ولايت په مركز ګردېز كې د يو لړ عملياتو په تر څ كې ۱۲ تنه شكمن وسله وال جنګيالي نيولي دي.

د والي د دفتر ريس حشمت يوسفي رسنيو ته ويلي دي چې له نيول شويو كسانو سره يې سلګونه كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي هم نيولي دي.

سرچينه وړاندې زياتوي، چې شكمن كسان تېره ورځ دوه بجې د ګډو عملياتو په ترڅ كې د ګرديز اړوند د ابراهيم خيلو په سيمه كې نيول شوي دي.

د نيول شويو كسانو په اړه تراوسه پورې چارواكو دا معلومات د رسنيو په واك كې نه دي وركړي، چې دوى په كومې ډلې پورې تړلي دي او د كوم هېواد اصلي اوسيدونكي به وي.

دا په داسې حال كې ده، چې په دې ورستيو كې د امنيتي ځواكونو له خوا د چاڼيزو عملياتو په ترڅ كې د لومړي ځل لپاره د ګڼ شمېر شكمنو برېدګرو د نيول كېدو خبر وركول كېږي.

پاتې دې نه وي، چې تېره ورځ هم د پكتيا امنيتي چارواكو د (۲۰۰) كيلو ګرامه چاودېدونكو توكو د نيول كېدو خبر وركړى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA