د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يوه لس کسيزه ډله له دولت سره يوځاى شوه. د چهاردرې ولسوال عبدالواحد عمرخېل د يوې تليفوني اړيکې په ترڅ کې کليد ته وويل،
د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يوه لس کسيزه ډله له دولت سره يوځاى شوه.
د چهاردرې ولسوال عبدالواحد عمرخېل د يوې تليفوني اړيکې په ترڅ کې کليد ته وويل، د طالبانو دغه لس کسيزه ډله، چې له څو مياشتو راهيسې د چهاردرې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې يې د دولت پر ضد بريدونه ترسره کول پرون د ملاغلام نبي ترمشرۍ لاندې له دولت سره يوځاى شوه.
عمرخيل وايي، چې له دولت سره يو ځاى شويو طالبانو خپلې لس ميله وسلې هم دولت سپارلي دي.
د کندز ولايت امنيتې چارواکې وايي، چې ياد کسان به د قومې مشرانو په ضمانت په خپلو سيمو کې د محلې پوليسو په ليکو کې په دندو وګمارل شي.
په دې وروستيو كې په کندز کې له دولت سره د وسله والو مخالفينو يو ځاى کېدل ګړندي شوي دي او دا په تېرو دوو مياشتو كې د وسله والو مخالفينو ٧ مه ډله ده، چې په ياده ولسوالۍ کې له دولت سره يوځاى کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

