چارواکي وايي، چې د كندهار پر ملي امنيت، ولايتي شورا او ولايت مقام يې د بريد پلان شنډه او پلانونكي يې له ځانمرګو واسکټونو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.
چارواکي وايي، چې د كندهار پر ملي امنيت، ولايتي شورا او ولايت مقام يې د بريد پلان شنډه او پلانونكي يې له ځانمرګو واسکټونو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي.
دغه څرګندونې د كندهار د ملي امنيت رئيس جنرال محمد نعيم مؤمن خبريالانو ته وكړې او زياته يې كړه، چې دغه پلان له هېواده بهر جوړ شوى و.
نوموړي زياته كړه، مخالفينو د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د الوګانو په سراى کې په چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل درولى و او غوښتل يې، چې د موټرسايکل په چاودنې سره د امنيتي ځواکونو پام هغه لورته واړوي او وروسته پر يادو ځايونو بريدونه وکړي، خو په دې كار كې پاتې راغله.
د هغه په وينا: د دوى کارکوونکو تېره شپه د کندهار ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند د حاجي عزيز په سيمه کې پر يوه کور عمليات وکړل، چې په نتيجه کې ٧ عدده ځانمرګي واسکټونه، ٩٣ پارسله امونيم نايتريد، له چاودېدونکو توکو ډک ٣٥ پنځوس کيلويي پارسلونه او په تړاو يې ۷ تنه نيولي دي.
مومن زياته كړه: په دغه عملياتو کې پر ياد شيانو سربېره له چاودېدونکو توکو ډکې ٤٠ شل کيلويې ډبې، ١٢ کړۍ لاسي بمونه، درې هونډا موټر سايکلونه، دوې عرادې سراچه ډوله او يو ډاټسن موټر او گڼ شمېر د ريموټ کنټرول بمونه نيولي دي.
د دغو توکو د نيولو په اړه لا تر اوسه وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د ملي امنيت کارکوونکو د ډنډ ولسوالۍ د قاسم پله په سيمه کې له يوه کورڅخه يوه اندازه چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


