ads

د وسله والو بريدونو كې ۲۲ سلنه كمښت راغلى

د كورنيو چارو وزارت چارواكي په هېواد كې د وسله والو مخالفينو په بريدونو كې د كمښت خبر وركوي او وايي، چې په دې حملو كې د تېرې اونۍ په پرتله دوه ويشت سلنه كموالى راغلى دى. د كورنيو چارو وزارت چارواكي په هېواد كې د وسله والو مخالفينو په بريدونو كې د كمښت خبر […]

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1389

د كورنيو چارو وزارت چارواكي په هېواد كې د وسله والو مخالفينو په بريدونو كې د كمښت خبر وركوي او وايي، چې په دې حملو كې د تېرې اونۍ په پرتله دوه ويشت سلنه كموالى راغلى دى.

د كورنيو چارو وزارت چارواكي په هېواد كې د وسله والو مخالفينو په بريدونو كې د كمښت خبر وركوي او وايي، چې په دې حملو كې د تېرې اونۍ په پرتله دوه ويشت سلنه كموالى راغلى دى.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ د اونۍ د امنيتي راپور د وړاندې كولو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې په تېره اونۍ كې د مخالفينو له خوا 56 حملې شوي دي، چې ډيرى يې د سړك د غاړې ځاى پرځاى شوي ماينونه وو، چې امنيتي ځواكونو يې په تور 132 شكمن كسان نيولي دي.

نوموړي زياته كړه، چې په دغه موده كې 66 ميله مختلف ډوله وسلې هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي او 137 حلقې ماينونه يې كشف او شنډ كړي دي.

بشري زياته كړه، چې په تېره اونۍ كې درې ځانمرګي بريدونه ثبت شوي، چې دوه يې خوست او يو يې په كندهار كې، چې درې واړه يې هدف ته له رسېدو مخكې شوي او تلفات يې نه درلودل.

نوموړى زياتوي، چې په تېره اونۍ كې يې 2429 كيلو ګرامه نشه يي توكي او 112 بوتله الكولي مشروبات كشف او له منځه وړي دي، چې په تور يې 16 تنه نيول شوي او د دوى په لاسته راړنو كې د مخدره موادو سره په مبارزه كې 77 سلنه ډېروالى ترسترګو كيږي.

د كورنيو چارو وزارت وياند د تلفاتو په اړه وويل، چې په تېره اونۍ كې 132 تنه مخالفين، 38 تنه ملكي وګړي او 12 تنه پوليس وژل شوي او همداراز 16 تنه مخالفين،32 تنه ملكي وګړي او 26 تنه پوليس ټپيان شوي، چې د مخالفينو په مرګ ژوبله كې د تېرې اونۍ په پرتله 65 سلنه، د ملكي وګړو 31 سلنه ډېروالى او د پوليسو په تلفاتو كې بيا 14 سلنه كمښت ليدل كيږي.

بشري د هغه كس په اړه، چې په رزاق مامون يې د تيزابو شيندلو په تور نيولى دى وويل، چې دا كس خواجه عبدالرفيع نومېږي، د كابل ښار د لسمې ناحيې اوسيدونكى دى او په خپل جرم يې اعتراف كړى دى.

بشري زياته كړه: له دغه كس څخه پلټنې روانې دي، خو دا چې ولې يې دا كار كړى، تراوسه معلومه نه ده، پايله به يې له څېړنو وروسته اعلان شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA