ads

د دولت اووه وسله وال مخالفين ونيول شول

د زابل ولايت مركز کلات ښار ته څېرمه د ملادينو په کلي كې د دولت اووه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول. د دې ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار کليد ته وويل،   د زابل ولايت مركز کلات ښار ته څېرمه د ملادينو په کلي كې د دولت اووه تنه وسله وال مخالفين […]

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1389

د زابل ولايت مركز کلات ښار ته څېرمه د ملادينو په کلي كې د دولت اووه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول. د دې ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار کليد ته وويل،

 

د زابل ولايت مركز کلات ښار ته څېرمه د ملادينو په کلي كې د دولت اووه تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.

د دې ولايت د والي وياند محمد جان رسوليار کليد ته وويل، چې ياد مخالفين د افغان او نړيوالو ځواکونو له لوري هغه وخت ونيول شول، چې غوښتل يې د ملا دينو کلي د سړک پرغاړه ماينونه ځاى پرځاى کړي.

د رسوليار د معلوماتو له مخې: له نيولو شويو کسانو سره درې عرادې موټر سايکلونه او هغه چاودېدونکي توکي، چي غوښتل ځاى پرځاى يې کړي نيول شوي دي.

په دې اړه لا تراوسه د دولت وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې د ملادينو کلى د کابل – کندهار پر لويه لار پروت دى او وخت ناوخت ترې د ګډو ځواكونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ د نښتو خبرونه راځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA