د پاكستان په شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتکو غبرګو بريدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه مشکوک کسان وژل شوي دي. ځايي چارواکو، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته ويلي
د پاكستان په شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتکو غبرګو بريدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه مشکوک کسان وژل شوي دي.
ځايي چارواکو، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته ويلي، چې دواړه بريدونه د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشاه د ده ته خيلو په سيمه کې شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، بريد پر يوه موټر شوى، چې څلور تنه په کې مړه دي او دويم بريد پر يوه موټر سايکل شوى او دوه تنه په کې وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


