امنيتي چارواكو په کندهار او ازرګان ولايتونو كې د تېرو څلويښتو ساعتونو په ترڅ كې د يو شمېر چاودېدونکي توکو او بېلابېلو وسلو د نيولو خبر وركړ. د ٢٠٥ اتل قول اردو له قومندانۍ څخه په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي،
امنيتي چارواكو په کندهار او ازرګان ولايتونو كې د تېرو څلويښتو ساعتونو په ترڅ كې د يو شمېر چاودېدونکي توکو او بېلابېلو وسلو د نيولو خبر وركړ.
د ٢٠٥ اتل قول اردو له قومندانۍ څخه په خپرې شوې خبرپاڼې كې راغلي، چې د ملي اردو ځواكونو د كندهار په ارغنداو او پنجوايي ولسواليو كې د پرسونل ضد ماينونه، د هاوان او کلاشينکوف مرمۍ كشف او نيولي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د ارزګان په چورې او دهراود ولسواليو کې يې هم ګڼ شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي نيولي دي.
په خبرپاڼه کې له يادو توکو سره د تړاو په تور د چا د نيول كېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


