ads

ننګرهار كې پر وسله والو طالبانو هوايي بمبار

ايتلافي ځواکونو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بمبار کړى، چې د دوى په دعوه دې ولسوالۍ ته د دې ډلې نومول شوى ولسوال پکې له خپلو لسو ملګرو سره وژل شوى. ايتلافي ځواکونو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بمبار کړى، چې د دوى […]

نویسنده: TKG
3 سلواغه 1389

ايتلافي ځواکونو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بمبار کړى، چې د دوى په دعوه دې ولسوالۍ ته د دې ډلې نومول شوى ولسوال پکې له خپلو لسو ملګرو سره وژل شوى.

ايتلافي ځواکونو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بمبار کړى، چې د دوى په دعوه دې ولسوالۍ ته د دې ډلې نومول شوى ولسوال پکې له خپلو لسو ملګرو سره وژل شوى.

د ايتلافي سرتېرو دا دعوه له پلازمېنې کابله د دوى په يوې خبرپاڼې کې شوې او د بمبار وخت پرون ورځ ښودل شوى.

ختيځ کې د دې ځواکونو مطبوعاتي اداره پردې دعوه څه نه وايي، خو د ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال مني، چې حصارک کې د وسله والو طالبانو پر ضد عمليات شوي او يو شمېر طالبان پکې وژل شوي دي.

دا، چې عمليات کله شوي او وژل شوي پکې څوک او د کومو سيمو دي، پکتياوال وايي: په دې اړه يې يو پلاوى سيمې ته ورغلى او جزيات به يې وروسته روښانه شي.

يو شمېر ولسي خلکو هم رسنيو ته په حصارک کې پر طالبانو د بمبار پخلى کړى، خو ډېر جزيات يې په اړه نه دي ورکړي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته رد کړه، چې ګواکې وسله وال ملګري يې په حصارک کې وژل شوي يا تر بريد لاندې راغلي.

حصارک د ننګرهار د تازه کرارې شوې شېرزاد و ولسوالۍ ترڅنګ پرته  ولسوالي ده، چې ويل کېږي، دلته هم وسله والو طالبانو فعاليتونه لرل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA