ads

ملي امنيت د ګڼ شمېر وسلو د نيولو خبر ورکړ

د ملي امنيت ځواکونو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګڼ شمېر سپکو او درنو وسلو د نيولو خبر ورکړل شو. د کندهار د ملي امنيت رئيس جنرال محمد نعيم مومن په دې اړه وويل،   د ملي امنيت ځواکونو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګڼ شمېر سپکو […]

نویسنده: TKG
3 سلواغه 1389

د ملي امنيت ځواکونو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګڼ شمېر سپکو او درنو وسلو د نيولو خبر ورکړل شو. د کندهار د ملي امنيت رئيس جنرال محمد نعيم مومن په دې اړه وويل،

 

د ملي امنيت ځواکونو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ګڼ شمېر سپکو او درنو وسلو د نيولو خبر ورکړل شو.

د کندهار د ملي امنيت رئيس جنرال محمد نعيم مومن په دې اړه وويل، چې يادې وسلې يې د دې ولسوالې د قاسم پله په سيمه كې په داسې حال کې نيولي، چې د دولت مخالفينو غوښتل يادې وسلې له دې ځايه کندهار ښار ته ولېږدوي.

د هغه په وينا: په يادو وسلو کې دوه ميله راکټونه، پنځه ميله کلاشينکوفونه، ٧٨ شاجورونه او په زرګونه د کلاشينکوف مرمۍ شاملې دي.

هغه وويل، چې تر اوسه يې د يادو وسلو په تړاو څوک نه دي نيولي، خو په اړه يې جدي پلټنې روانې دي.

د مومن د معلوماتو له مخې: په دې وروستيو کي د ځينو بهرنيو کړيو له لوري، چې هغه يې نوم وا نه خيست بهر كې پر مېشتو مخالفينو فشار راوړي، چې په افغانستان کي وجنګيږي، خو په وينا يې: هغوي زړه نه ښه کوي.

د يادونې وړ ده، چې څلور ورځې وړاندې د ملي امنيت کارکوونکو يو سړي تښتونکى او د دولت يو مخالف کس هم نيولي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA