ads

فارياب كې ۲۵۰ كيلو ګرامه نشه يي توكي ونيول شول

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په فاریاب ولایت كې يې 250 کیلو گرامه نشه يي توکي او دوه موټر چلونکي نیولي دي. د فاریاب ولایت امینه قوماندان مل پاسوال سید احمد سامع وویل، چی یاد توکي د بلخ ولايت له بلخ ولسوالۍ څخه دې ولايت ته راوړل شوي وو. ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په […]

نویسنده: TKG
3 سلواغه 1389

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په فاریاب ولایت كې يې 250 کیلو گرامه نشه يي توکي او دوه موټر چلونکي نیولي دي. د فاریاب ولایت امینه قوماندان مل پاسوال سید احمد سامع وویل، چی یاد توکي د بلخ ولايت له بلخ ولسوالۍ څخه دې ولايت ته راوړل شوي وو.

ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې په فاریاب ولایت كې يې 250 کیلو گرامه نشه يي توکي او دوه موټر چلونکي نیولي دي.

د فاریاب ولایت امینه قوماندان مل پاسوال سید احمد سامع وویل، چی یاد توکي د بلخ ولايت له بلخ ولسوالۍ څخه دې ولايت ته راوړل شوي وو.

نوموړي زياته كړه، چې دغه توكي په موټرو كې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى شوي وو، خو د فارياب ولايت د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې پوليسو كشف او ونيول.

سامع د دغو توكو سره د تړاو په تور د دوو موټر چلوونكو د نيولو خبر هم وركړ.

بايد وويل شي، چې تېره مياشت هم په دې ولايت كې څه باندې ۱۱۶۰كیلو ګرامه نشه يي توكي له درېيو تنو سره نيول شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA