د کندهار امنيتي مسؤلين وايي، چې درې تنه د دولت هغه مخالفين يي نيولي، چې ٦ تنه دولتي کسان يې د غلچکيو بريدونو په ترڅ کې وژلي. د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد کليد ته وويل،
د کندهار امنيتي مسؤلين وايي، چې درې تنه د دولت هغه مخالفين يي نيولي، چې ٦ تنه دولتي کسان يې د غلچکيو بريدونو په ترڅ کې وژلي.
د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد کليد ته وويل، چې له يادو کسانو څخه يې يو تن د دويمې امنيتي حوزې د يخ کارېز په سيمه کې د يو ميل تمانچې سره، دويم تن يې د دولسمې امنيتي حوزې په ساحه کې له يوه عراده موټرسايکل ،يو ميل کلاشينکوف او شاجورونو سره نيولي دي.
هغه زياته کړه، چې تېره ورځ دوو تنو، چې غوښتل يې يو افسر ووژني، له هغو څخه يو تن يې ونيول شو او بل په تېښته بريالى شو.
امنيه قوماندان زياته كړه: دوه تنه يې په داسې حال کې په هوايي ډګر کې نيولي، چې د ٣٣٨ ګرامه هېروينو کمپسولونه يې په ګېډو کې ساتلي وو.
د هغه په وينا: د طبي معايناتو څخه وروسته معلومه شوه، چې د دوى په خېټو کې کپسولونه دي او د دې لارې دوى غوښتل ياد کپسولونه هندوستان ته قاچاق کړي.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې هم امنيتي ځواکونو دغلچکيو بريدونو پنځه تنه بريدګر نيولي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


