د ولسي جرګې په ټاکنو کې برياليو نوماندانو د جمهور رئيس كرزي لخوا د ملي شورا د پرانستلو شرط ونه مانه. دغه شرط د ولسي جرګې لنډ مهال رئيس محمد سرور عثماني نن رسنيو ته په خبرو كې رد كړ.
د ولسي جرګې په ټاکنو کې برياليو نوماندانو د جمهور رئيس كرزي لخوا د ملي شورا د پرانستلو شرط ونه مانه.
دغه شرط د ولسي جرګې لنډ مهال رئيس محمد سرور عثماني نن رسنيو ته په خبرو كې رد كړ.
عثماني وويل، چې تېره ورځ د جمهور رئيس او برياليو نوماندانو تر منځ له غونډې وروسته ټولو برياليو نوماندانو تېره شپه په خپلو کې غونډه وکړه او د ملي شورا د پرانستو په اړه يې د جمهور رئيس د شرط په اړه خبرې وکړې.
عثماني وويل: په هغه مصوبه کې، چې د غونډې په پاى کې لاسليک شوه ويل شوي، چې د ولسي جرګې وکيلان د سلواغې په شپږمه د ملي شورا له پرانيستو سره موافق دى، خو د ځانګړې محکمې پرېکړې نه مني، ځکه، چې مشروعيت نه لري.
عثماني زياته کړه، چې همدارنګه په مصوبه کې راغلي دي، چې د قضيې څېړنه بايد د عادي محکمو له خوا ترسره شي او وکيلان د عادي محکمو پرېکړې له قانون سره سم مني.
سرچينې څرګنده کړه، چې مصوبه يې جمهوري رياست ته لېږلې او د جمهور رئيس ځواب ته منتظر دي.
هغه زياته کړه، که چېرې د برياليو نوماندانو دغه پرېکړه د جمهور رئيس له خوا ونه منل شي، نو هغوى به د يوې غونډې په ترڅ کې خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

