افغان پوځي چارواکي وايي، ايتلافي ځواکونه په روان زېږديز کال کې نه يوازې دا، چې د هېواد له ختيځ څخه د وتلو کوم پلان نه لري،بلکې ورسره خواکې دوى سره د ختيځ په ټولو هغو سيمو کې، چې خطرناکې ګڼل کېږي،د هوايي او ځمکنيو عملياتو هوکړې ته رسېدلي.
افغان پوځي چارواکي وايي، ايتلافي ځواکونه په روان زېږديز کال کې نه يوازې دا، چې د هېواد له ختيځ څخه د وتلو کوم پلان نه لري، بلکې ورسره خواکې دوى سره د ختيځ په ټولو هغو سيمو کې، چې خطرناکې ګڼل کېږي،د هوايي او ځمکنيو عملياتو هوکړې ته رسېدلي.
په دې موخه نن جلال اباد کې د ايتلافي ځواکونو يوه ځايي وياند او ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا قومندان بريدجنرال محمد افضل خبريالانو ته په يوه خبري ناسته کې معلومات ورکړل.
تر خبري ناستې وروسته په ختيځ کې د ملي اردو ځواکونو قومندان جنرال افضل په ټليفون کليد ته وويل چې له وروستيو راهيسې له ختيزه د ايتلافي ځواکونو د وتو اوازې خپرې شوي چې دوى يې په کلکه ردوي.
جنرال دغه راز ايتلافي ځواکونو سره يو ځاى د ختيځ زون په ټولو هغو سيمو کې د تصفيوي عملياتو د پلان جوړونې خبرورکړ چې په وينايې دولت ته ګواښ پېښوي.
ده دا هم وويل چې د ځواکونو روحيه،لاسته راوړنې او امکانات يې ترپخوا لوړې کچې ته رسېدلي.
په ختيځ کې د ملي اردو ځواکونو قومندان د عملياتو په اړه يې ډېرڅه ونه ويل خو ويې منله چې د وسله والو طالبانو ترولکې لاندې د نورستان کامدېش ولسوالي به هم د دې عملياتو يوه سيمه وي.
په ختيز کې مېشت ډېربهرني سرتېري امريکايان دي چې کره شمېر يې نه دى معلوم.
له ختيزه د بهرنيو سرتېرو د ژر وتو اوازې وروسته ترهغې رديږي چې په پام کې ده له روان زېږديز کال څخه له هېواده د بهرنيو سرتېرو وېستل پيل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

