ads

۱۰ وسله وال طالبان مړه او ۹ نور ژوندي ونيول شول

په خوست کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایي، چې بېګا شپه يې د دې ولایت په صبریو ولسوالی کې عمليات تر سره كړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ تنه وژلي او ۹ نور یې ژوندي نیولي. په خوست کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر […]

نویسنده: TKG
2 سلواغه 1389
۱۰ وسله وال طالبان مړه او ۹ نور ژوندي ونيول شول

په خوست کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایي، چې بېګا شپه يې د دې ولایت په صبریو ولسوالی کې عمليات تر سره كړي، چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ تنه وژلي او ۹ نور یې ژوندي نیولي.

سرچينې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې يو ماشوم وژل شوی او د يوه بل ماشوم په ګډون يوه ښځه ټپي شوې ده.

د خوست امنیه قوماندان جنرال عبدالحکیم اسحاقزي کلید ته د دغو عملیاتو پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې پکې د ۱۱ تنه وسله والو د وژل كېدو ترڅنګ وسلې او د ځانمرګي برید واسکټونه نيول شوي دي.

عبدالله فدایي، چې رسنیو ته  په سیمه کې ځان د حزب اسلامي وسله والې ډلې ویاند ورپیژني ویلي، چې دغه برید د دوی ملګرو کړی، چې د درېیو ملګرو د وژل کېدو تر څنګ یې بهرنیو سرتیرو ته هم زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.

صبري د خوست له هغو ولسوالیو څخه يوه ده، چې ډېر کله ترې د عملیاتو او مرګ ژبلې راپورونه راځي. د دې تر څنګ دغه ولسوالي د خوست د ځایې زندان سربېره په بګرام او ګوانتانامو زندان کې هم لسګونه بندیان لری.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA