د كابل امنيتي چارواكي وايي، چې پر رزاق مامون د تېزاب شيندلو په تور يي يو تن نيولى، چې پر خپل جرم يي اعتراف كړى دى. د كابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال
د كابل امنيتي چارواكي وايي، چې پر رزاق مامون د تېزاب شيندلو په تور يي يو تن نيولى، چې پر خپل جرم يي اعتراف كړى دى.
د كابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال محمد ظاهر كليد ته وويل: هغه كس يي نيولي، چې د ليكوال او ژورناليست زراق مامون پر مخ يي تيزاب شيندلي و.
محمد ظاهر زياته كړه، چې نيول شوي تن په خپله جرم اعتراف كړى دى.
د بست باستان د خبري اژانس مسؤل رزاق مامون د مرغومي په ٢٨مه، ماښام مهال د کابل ښار په مکروريانو کې خپل کور ته څېرمه د يوه نامعلوم شخص له خوا تر بريد لاندې راغى او پر مخ يې تېزاب وشيندل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


