د کابل جلال اباد پرلويه لاره د تور غر پر يوې برخې له تېر مازېګره بهرنيو ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات پيل کړي چې وېل کېږي يو شمېر وسله وال طالبان پکې وژل شوي.
د کابل جلال اباد پرلويه لاره د تور غر پريوې برخې له تېر مازېګره بهرنيو ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات پيل کړي چې وېل کېږي يو شمېر وسله وال طالبان پکې وژل شوي.
تورغر چې د ننګرهار او لغمان ترمنځ د څو ولسواليو ترمنځ پروت غر دى،بمبار يې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ اړوند پر يوې برخې شوى.
د قرغيو ولسوال حاجي صالح محمد نيازى د بمبار پخلى کوي او وايي چې امريکايي ځواکونو په يوازې ځان کړى او دوى سره پکې کومه همغږي نه وه موجوده.
ولسوال د پرون مازېګر تربمبار وروسته سيمې ته د امريکايي پلو ځواکونو ورتګ هم مني او وايي تورغر يې سيمې ته پر يو ګواښونکي غر اوښتى و.
د لغمان د ولايتي ادارې يوه چارواکي هم کليد ته پرتورغر بمبار تاييد کړ خو ويې و يل نور معلومات يې نه لري.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې په دې اړه څه ونه ويل خو د وسله والوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته په تورغر کې پرخپلو ملګرو بمبارومانه او ويې ويل څلور وسله وال ملګري يې پکې وژل شوي.
طالب وياند وويل د پرون مازېګر تربمبار وروسته يې ملګرو بهرنيو ځواکونو ته په مخامخه ځمکنۍ جګړه کې درنه مرګ،ژوبله اړولې خو کوم شمېر يې ونه ښود.
تورغر له څو کلونو راهيسې د جلال اباد کابل پرلاره هغه ځاى دى چې وخت،په وخت ترې پر سړک د ايتلافي ځواکونو اکمالاتي کاروانونه او د افغان امنيتي ځواکونو موټرې تر بريدونو او ډزو لاندې راځي.
دلته د همدې پېښو له کبله کله،کله د کابل جلال اباد او جلال اباد لغمان لويه لاره هم ترافيکي ستونزو سره مخ وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


