ads

شېرزي مركزي حكومت په بېروكراسۍ تورن كړ

د ننګرهار والي  ګل آغاشېرزى مرکزي حکومت په بېروکراسۍ او د کارونو په ځنډ ترسراوي تورنوي او د خپلو صلاحيتونو د ډېرېدو غوښتنه لري. ده د يوې ځانګړې مرکې پر مهال کليد ته وويل، چې له څلورو کلونو راهيسې   د ننګرهار والي  ګل آغاشېرزى مرکزي حکومت په بېروکراسۍ او د کارونو په ځنډ ترسراوي […]

نویسنده: TKG
2 سلواغه 1389

د ننګرهار والي  ګل آغاشېرزى مرکزي حکومت په بېروکراسۍ او د کارونو په ځنډ ترسراوي تورنوي او د خپلو صلاحيتونو د ډېرېدو غوښتنه لري. ده د يوې ځانګړې مرکې پر مهال کليد ته وويل، چې له څلورو کلونو راهيسې

 

د ننګرهار والي  ګل آغاشېرزى مرکزي حکومت په بېروکراسۍ او د کارونو په ځنډ ترسراوي تورنوي او د خپلو صلاحيتونو د ډېرېدو غوښتنه لري.

ده د يوې ځانګړې مرکې پر مهال کليد ته وويل، چې له څلورو کلونو راهيسې يې دفاع وزارت او نورو ادارو سره د ننګرهار هوايي ډګر ته څېرمه د مېشتو خلکو ستونزې شريکې کړي، خو چا يې خبرو ته پام نه دى کړى.

شېرزي هوايي ډګر سره د مېشتو خلکو پرستونزو څه ونه ويل، خو دې ډګر سره مېشتو ولسي خلکو کليد ته پرهوايي ډګر د دولت د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې دوى ته مالي او ځاني زيانونو اوښتل خپله ترټولو  غټه ستونزه ګڼلې.

د ننګرهاروالي کليد ته په دې ځانګړې مرکه کې دغه راز وويل، چې په مرکزي حکومت کې د بيروکراسۍ له کبله يې ډېرى وخت استول شوي غوښتنليکونه لادرکه شوي.

شېرزي وويل: که صلاحيتونه يې زيات شي، د قانون په رڼا کې به سوداګرو، ولسي خلکو، ښوونځيو او ديني مدرسو ته د ځمکې د نشتوالي ستونزې هم حل کړي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د جمهوري رياست ماڼۍ نظر هم واخلو، خو د وياندويانو د نه حاضرېدو له امله په كې پاتې راغلو.

د حکومت د رسنيو د مرکز يوه وياند رفيع فردوس بيا کليد ته و ويل: د والي پر څرګندونو له کومې تبصرې پرته مني، چې افغان حکومت د بيروکراسۍ يا په ځنډني ډول د کارونو د ترسراوي ستونزه لري.

ګل آغاشېرزى، چې د جمهور رئيس کرزي سلاکار وزير هم دى او ورته له نېږدې کسانو بلل کېږي وايي: نېږدې ورځو کې کابل ته ځي او جمهور رئيس سره ننګرهارته پر ځانګړې شوې کمې انکشافي بوديجې او نورو مسايلو، چې دى يې نه ښيي، خبرې، اترې کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA