د ننګرهار پوليس چارواکي وايي: په جلا لاسته راوړنو کې يې دوه وسله وال طالبان له يو شمېر وسلو او څه باندې شپږ سوه بوتله الکولي مشروبات نيولي. د ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال
د ننګرهار پوليس چارواکي وايي: په جلا لاسته راوړنو کې يې دوه وسله وال طالبان له يو شمېر وسلو او څه باندې شپږ سوه بوتله الکولي مشروبات نيولي.
د ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال علي شاه پکتياوال نن د يوې خبري ناستې پرمهال د طالبانو په نامه د نيول شويو کسانو په اړه وويل، چې پرون يې د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې له درې ميله کلاشينکوفونو او يو ټيټي تمانچې سره نيولي.
قومندان، چې نيول شوي تورن کسان يې خبريالانو ته وښودل، وويل: دوى بهرنۍ پېژند پاڼې او د ملا وزبين په نامه يوه دولت ضدي سړي سره اړيکې لري، چې له سرحدي سيمو څخه د دولت پرضد فعاليتونو لپاره ننګرهار ته راتلل.
پکتياوال دغه راز د تورخم له لارې جلال اباد ته د لېږدول کېدونکو شپږ سوه او نولس بوتلو الکولي مشروباتو د نيونې هم وويل،خو ويې ويل: په تور يې څوک نه دي نيول شوي.
د ننګرهار امنيې قومندان د خبري ناستې پر مهال د جلال اباد پينځمه ناحيه کې د څلورنېم کيلو ترياکو د نيونې هم وويل او زياته يې کړه، چې دا ټولې يې د پوليسو درې ورځينۍ لاسته راوړنې دي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد سره خبرو کې رد کړه، چې ګوندې وسله وال ملګري به يې په ننګرهار کې نيول شوي وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


