ځايې چارواكو پكتيا ولايت كې د محلي پوليسو په رامنځ ته كېدو او د هغوى په جوړېدو ناخوښي وښوده او ويې ويل، چې د دې ولايت په دوو ولسواليو، څمكمنو او سرحدي ولسوالۍ ډنډې پټان كې محلي پوليس د دوى په ناخبرۍ كې جوړ شوي او د امنيت د ساتلو دنده وركړل شوې ده.

د پكتيا والي جمعه خان همدرد يوې غونډې ته په وينا كې ياده كړه، چې محلي پوليس د دوئ له مشورې او لارښونې بغير جوړ شوي دي.
نوموړي دا كار د كورنيو چارو د وزارت له هغه طرزالعمل څخه بيل وباله، چې د محلي پوليسو لپاره جوړ شوى دى او دا يې يوازې په بهرنيو ځواكونو پورې تړلى سيستم وګاڼه.
له ګاونډي پاكستان سره د نښتې ولسوالۍ ډنډې پټان امنيه قومندان سمونوال فقير محمد هم د سميه ييزو پوليسو جوړېدل خپل سري او د بهرنيو ځانګړو ځواكونو چاره بولي.
بايد وويل شي، چې په تېر كې هم پكتيا ولايت كې امنيتي چارې د سيمه ييزو پوليسو، چې د اربكيو په نوم يادېدل سمبالېدلې، خو اوس دا قومي سيستم پكې له منځه تللى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ