ads

کندهار کې ۵ بريدګر او چاودېدونكي توكي ونيول شول

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې د غلچکيو بريدونو هغه څلور بريدګر يې نيولي، چې په دې وروستيو کې يې په همدې ښار کې پر يو شمېر دولتي کسانو بريدونه كړي وو. د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې د غلچکيو بريدونو هغه څلور بريدګر يې نيولي، چې په دې وروستيو کې يې په همدې ښار […]

نویسنده: TKG
30 مرغومی 1389

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې د غلچکيو بريدونو هغه څلور بريدګر يې نيولي، چې په دې وروستيو کې يې په همدې ښار کې پر يو شمېر دولتي کسانو بريدونه كړي وو.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي، چې د غلچکيو بريدونو هغه څلور بريدګر يې نيولي، چې په دې وروستيو کې يې په همدې ښار کې پر يو شمېر دولتي کسانو بريدونه كړي وو.

د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد وايي، چې تېره ورځ دوو تنو د كندهار ښار په پنځمه ناحيه کې پر يوه ځوان، چي له ايساف ځواکونو سره يې کار کاوه بريد بريد وكړ، چې په ترڅ کې ياد کس سخت ټپې شو.

نوموړي زياته كړه، وروسته پوليسو له يادو بريدګرو څخه يو تن له يوميل تمانچې سره ونيول او بل هغه يې په تېښته بريالي شو.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، دغه راز په همدې سيمه کې يو بل تن، چي يوسپين ږيري يې ژوبل کړى و او دوه تنه نور وسله وال مخالفين، چې غوښتل يې د کندهار ښار په کابل هډه كې پر دولتي کسانو بريد وکړي له يو يو ميل تمانچو سره ونيول شول.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې تېره شپه يې يو بل تن، چې غوښتل يې د چاودېدونکو توکو ډک موټر کندهار ښار ته داخل کړي نيولي.

دغه راز د كندهار ښار د څلوارلمسې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې يې په يوره زرنج موترسايکل کې پنځوس کيلو چاودېدونکي توکي او دوې تمانچې له يوه تن سره نيولي دي.

د يوه بل خبر له مخې د ملي امنيت کارکوونکو يو ماشوم د سړي تښتونکو له منګولو څخه ژغورلى او يو بل تن يې د وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيول دى.

د کندهار د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، چې څو ورځې وړاندې يوه کس، چې د هلمند ولايت له ګرېشک ولسوالۍ څخه يې ماشوم کندهار ښار ته راتښتولى و نيولى او ماشوم يې خپلوانو ته سپارلى دى.

نوموړي زياته كړه، چې دواړو نيول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA