امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ تيره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او دسې ای اې ديوې شخصي استخباراتي شبکې ايکليپس ګروپ له قوله راپور وركړى و،چې ګواكې ملاعمر د زړه د ناروغۍ له كبله دپاكستان په يوه روغتون كې بستر شوى.
امريکايۍ ورځپاڼې واشنګټن پوسټ تيره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت او دسې ای اې ديوې شخصي استخباراتي شبکې ايکليپس ګروپ له قوله راپور وركړى و،چې ګواكې ملاعمر د زړه د ناروغۍ له كبله دپاكستان په يوه روغتون كې بستر شوى.
دغه استخباراتي شبکې د خپل خبر د كره والي لپاره هغه ډاکټر ياد كړى، چې ملا عمر يې له عمليات وروسته ليدلی و، خو يادې شبكې د ډاکټر نوم نه و په ډاګه كړى.
يادې شبکې د ډاكټر له خولې ويلي، چې دى خپله په عملياتو کې شريک نه و، خو له نورو ډاکټرانو يې اوريدلي، چې ملا عمر د زړه په ناروغۍ اخته دى.
د طالبانو وياند ديوې خپرې شوې خبر پاڼې له لارې دغه اوازې بې بنسټه وبللې او زياته يې كړه، چې ملا عمرهېڅ ډول داسې ناروغي نلري، چې روغتون ته يې اړتيا پيدا شي.
نوموړي دا ډول اوازې د دوى د دښمنانو كار وباله او زياته يې كړه، چې دوى دا كار د دې لپاره كوي، څو له دې لارې په نظامي ډګر کې خپله ماته پټه او د عامو خلكو ذهن بل لورې ته واړوي.
بلخوا پاکستانيو استخباراتو هم ياد شوى راپور رد کړى دى؛ په اسلام اباد کې د پاکستاني استخباراتو يوې سرچينې، چې نوم يي نه دى په ډاگه شوى ويلي، چې دا راپور بې اساسه او له حقيقت څخه لري دى، خو وتلى ژورنالست رحيم الله يوسفزى، چې له طالبانو سره نږدې اړيكې لري وايي، چې دا له امکانه لرې نه ده، چې ګوندې په کراچۍ کې د ملا عمر درملنه شوې وي.
هغه ويلي، چې دا يوه منل شوې خبره ده، چې د ملا عمر او نورو طالب مشرانو درملنه د پاکستان په روغتونونو کې کېږي، ځکه چې دوى بل چرته نه شي تلاى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

