د جمهوري رياست د ويندويۍ له دفتره په يوې تازه خپرې شوې خبر پاڼې كې ويل شوي، چې جمهور رئيس كرزي د ټاكنيزو شكايتونو د ځانګړې محكمې په
د جمهوري رياست د ويندويۍ له دفتره په يوې تازه خپرې شوې خبر پاڼې كې ويل شوي، چې جمهور رئيس كرزي د ټاكنيزو شكايتونو د ځانګړې محكمې په غوښتنه، منلې، چې د ولسي جرګې پرانېسته به د روان كال د كب تر دريمې نيټي پورې وځندوي.
ټاکل شوې وه، چې ملي شورا د سلواغې په درېيمه يعنې د يکشنبې په ورځ پرانيستل شي، خو اوس به د کب په درېيمې دا کار کيږي.
جمهوري رياست دا پريکړه وروسته تر دې وکړه، چې د معترضو کانديدانو د شکايتونو د څېړلو اختصاصي محکمې له جمهور رئيسه وغوښتل، چې د ملي شورا پرانيستل دې لږ تر لږه يوه مياشت وځنډوي، څو دوى د درغليو سمه څېړنه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


