ايساف ځواكونو ديوې خبر پاڼې له لارې خبر وركړى، چې د هېواد په شمال او جنوب كې يې ۲ سرتېري وژل شوي دي. خبر پاڼه زياتوي، چې يو سرتېرى يې نن سهار وختي په شمال او بل هغه يې تېره ورځ په
ايساف ځواكونو ديوې خبر پاڼې له لارې خبر وركړى، چې د هېواد په شمال او جنوب كې يې ۲ سرتېري وژل شوي دي.
خبر پاڼه زياتوي، چې يو سرتېرى يې نن سهار وختي په شمال او بل هغه يې تېره ورځ په جنوب کې له وسله والو مخالفينو سره په مخامخ بريدونو کې وژل شوي دي.
يادو ځواكونو په خبرپاڼه کې د پېښې کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى څرګند كړى.
خو بايد وويل شي، چې د هېواد په شمال کې ډېرى الماني او جنوب کې بريتانوي او امريکايي سرتېري مېشت دي.
د روان ميلادي کال له پيله تر دې دمه په افغانستان كې د بېلابېلو پېښو په ترڅ كې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٢٣ تنو ته ورسېده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


