ads

ځانمرګى بريدګر هدف ته تر رسېدو وړاندې ووژل شو

نن له غرمې مخکې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ د وېش او چمن ترمنځ يو بريد کوونکى، چې غوښتل يې پر دولتي چارواکو بريد وکړي هدف تر رسېدو وړاندې د پوليسو له لوري ووژل شو. نن له غرمې مخکې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ د وېش او چمن ترمنځ يو بريد کوونکى، چې […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1389

نن له غرمې مخکې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ د وېش او چمن ترمنځ يو بريد کوونکى، چې غوښتل يې پر دولتي چارواکو بريد وکړي هدف تر رسېدو وړاندې د پوليسو له لوري ووژل شو.

نن له غرمې مخکې د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ د وېش او چمن ترمنځ يو بريد کوونکى، چې غوښتل يې پر دولتي چارواکو بريد وکړي هدف تر رسېدو وړاندې د پوليسو له لوري ووژل شو.

د سپين بولدک ولسوال حاجي عبدالغني کليد ته وويل، چې دوى د بريد کوونکي په اړه له وړاندې څخه معلومات درلودل، خو کله، چې يې پوليسو د نيولو هڅه وکړه هغه ځان ته چاودنه ورکړه.

نوموړي زياته كړه، دغه بريد د يوه څوارلس كلن هلك لخوا ترسره شوى، خو چا ته په كې کوم زيان نه دي رسېدلى.

د ولسوال په وينا: ياد بريد کوونکي د پولې ها غاړې څخه راوښتى و.

په دې اړه لا وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دې ولسوالۍ كې دوه نور ځانمرګي بريدونه شوي وو، چې يو يې د څلويښتو او بل د درېيو تنو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA