د ماليې وزارت او د اسيا د پراختيايي بانك تر منځ د 340 مليونو ډالرو په ارزښت د بلاعوضه مرستې هوكړه ليك لاسليك شو. د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال په يوې خبري غونډې كې وويل
د ماليې وزارت او د اسيا د پراختيايي بانك تر منځ د 340 مليونو ډالرو په ارزښت د بلاعوضه مرستې هوكړه ليك لاسليك شو.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال په يوې خبري غونډې كې وويل: دا مرسته به د حلقوي سرك په جوړولو كې ولګول شي، چې د دې سرك كار تر ډېره حده تكميل شوى دى، خو له مزارشريف نه تر هراته پورې 240 كيلو متره حلقوي سرك به په دې ورغول شي، چې د يوې برخې كار يې اوس هم روان دى.
په همدې حال كې زاخيلوال دوه نور قراردادونه د دولسو مليونو او يونيم مليون ډالرو په ارزښت له نوموړي بانك سره لاسليك كړل.
همداراز دريم قرارداد د جاپان هېواد له بلا عوضه مرستو څخه دى، چې د اسيا د پراختيايي بانك له لارې يې د اوبو او برېښنا له وزارت سره وكړ.
د ماليې وزير په همدې خبري غونډه كې د بهرنيو مطبوعاتوهغه راپورونه رد كړل، چې ګواكې په هغه كمپنيو باندې، چې په افغانستان كې فعاليت لري د مالياتو نوى فشار راوړى دى.
دى وايي، چې دا كوم نوى فشار نه دى بلكه دا د افغانستان نافذه قوانين دي او دا بايد په ټولو باندې يو شان عملي شي.
نوموړي زياته كړه: دوى غواړي، چې دا هېواد په خپلو پښو ودروي، چې د دې لپاره يو نوښت د مالياتو پورته كول دي، چې په دې سره عوايد په 1387 كال كې په منځني ډول د مياشتې 62 مليونه ډالره وو، خو په 1389 كال كې 141 مليونه ډالرو ته پورته شوي دي، چې د تېرو دوو كلونو په پرتله 127 سلنه ډېروالى په ګوته كوي.
هېره دې نه وي، چې د ماليې وزارت د چارواكو په وينا: د اسيا پراختيايي بانك د افغانستان سره څلورم لوى مرسته كوونكى هېواد دى، چې د افغانستان سره يې د اړينو پروژو او زيربناوو په مخ ته بيولو كې لكه سركونه، برېښنا او اوبو لګولو په سيستم كې د 2002م كال څخه تر 2013 م كال پورې د درې ميليارده ډالرو ژمنې كړې دي، چې ډېرى برخه يې افغانستان تر لاسه كړې ده او ډېر د ارزښت وړ په دې دي، چې ټولې مرستې د دولت د بوديجې له لارې كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


