ads

شېرزي، ننګرهار لپاره د پنځه كلن انكشافي پلان جوړولو خبر وركړ

د ننګرهار والي په دې ولايت کې د شاوخوا  نوي مليونه ډالرو په ارزښت د اوبو د يوولسو بندونو د جوړولو د غوښتنې ترڅنګ وايي، چې دې ولايت ته يې د پينځه کلن انکشافي پلان د جوړولو هڅې پيل کړي،چې نېږدې يو  مياشت کې به بشپړ شي.     د ننګرهار والي په دې ولايت […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1389

د ننګرهار والي په دې ولايت کې د شاوخوا  نوي مليونه ډالرو په ارزښت د اوبو د يوولسو بندونو د جوړولو د غوښتنې ترڅنګ وايي، چې دې ولايت ته يې د پينځه کلن انکشافي پلان د جوړولو هڅې پيل کړي،چې نېږدې يو  مياشت کې به بشپړ شي.

 

 

د ننګرهار والي په دې ولايت کې د شاوخوا  نوي مليونه ډالرو په ارزښت د اوبو د يوولسو بندونو د جوړولو د غوښتنې ترڅنګ وايي، چې دې ولايت ته يې د پينځه کلن انکشافي پلان د جوړولو هڅې پيل کړي،چې نېږدې يو  مياشت کې به بشپړ شي.

والي ګل آغاشېرزي، چې په يوه ځانګړې مرکه کې يې کليد سره خبرې کولې،وويل د اوبو بندونه بايد د ننګرهار په سرحدي سيمو کې جوړشي څو خلکو ته د کاري اسانتياوو په خوا کې د کروندګرو کرنيزې ستونزې هم حلې شي.

شېرزي وويل: د دې بندونو د جوړولو سروې شوې، چې هر يويې نېږدې اته مليونه امريکايي ډالره لګښت غواړي.

والي کليد ته  په دې مرکه کې ننګرهار ته د پينځه کلن انکشافي پلان پر جوړولو د کار د دوام خبره هم وکړه او ويې ويل: په نېږدې يوه مياشت کې به يې تر جوړولو وروسته مرکزي دولت ته وسپاري.

والي د اوبو د بندونو په اړه وويل، چې د جوړولو غوښتنه يې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوى قومندان جنرال پېريويس، د امريکا سفير او ځينو مرستندويو ټولنو سره شريکه کړې، خو د هغوى لخوا پر ورکړل شوي ځواب يې څه ونه ويل.

ګل آغاشېرزي که څه هم په دې مرکه کې وويل، چې ننګرهار ته يې له راتګ سره مخکې هم پينځه کلن انکشافي پلان جوړ کړى و، خو د دې ولايت يو شمېر استوګن دلته ډېرې شوې رغنيزې هڅې کم ګټې ګڼي او وايي: په دومره کلونو کې ننګرهار ته لکه، چې په کار وه، هغسې کار نه دى شوى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA