د کونړوالي وايي: سلګونه وسله والو طالبانو د دې ولايت په پيل شويو رغنيزو پروژو کې کار پيل کړى او ځينو نورو دې وسله والو ورسره اړيکو کې دولت سره د روغې، جوړې خبره کړې.
د کونړوالي وايي: سلګونه وسله والو طالبانو د دې ولايت په پيل شويو رغنيزو پروژو کې کار پيل کړى او ځينو نورو دې وسله والو ورسره اړيکو کې دولت سره د روغې، جوړې خبره کړې.
والي سيد فضل الله وحيدي، چې په يوه ځانګړې مرکه کې يې کليد سره خبرې کولې، وويل د بيارغونې دا پروژې تازه په خاص کونړ او مرورې ولسواليو کې پيل شوي، چې په ټيټه کچه سلګونه وسله والو طالبانو ته هم پکې کاري اسانتيارامنځته شوې.
د والي په وينا: طالبانو په دې ډاډ دې پروژو کې په کار پيلولو سره له جګړې لاس اخېستى، چې دوى پر خپل امنيت او ورته د کوم زيان پر نه اوښتو ډاډمن شوي.
والي پيل شوې رغنيزې پروژې د سړک جوړونې او اوبو رسولو ښيي او وايي که داسې نورې پروژې هم پيل شي،ښايي نور طالبان هم چې د ده په خبره له بې روزګارۍ څخه يې وسلې په لاس کې نيولي،د سولې بلنې ته غاړه کېږدي.
د کونړ والي دا خبره وروسته ترهغې کوي، چې څه موده وړاندې په دې ولايت کې سيمه ييزو وسله والو طالبانو د يوې لويې غونډې په بللو سره د رغنيزو هڅو، روغتيايي مرکزونو او همدا شان ښوونځيو سره د مخالفت د پاى ته رسولو اعلان وکړ.
والي مو د دې خبرې پر نورو جزياتو هم وپوښت، خو ده يې له وړاندې کولو په دې ډډه وکړه، چې دولت سره يو ځاى شوي ځايي طالبان يې په رسنيو کې خپريدل نه غواړي .
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا کليد ته د والي دعوه رد کړه او ويې ويل، چې د ملګرو پريکړه يې په دې مانانه وه، چې ګواکې دوى د کار، روزګار غوښتنه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


