ads

د عملياتو پرمهال ولسي مرګ ژوبله كمه شوې

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په ختيځ کې د تېرو درېيو مياشتو پوځي عملياتو پرمهال په لوړه کچه د ولسي مرګ، ژوبلې د کمېدو خبر ورکوي. په ختيځ کې د دې کمېسيون ځايي دفتر نن د خپل درې مياشتيني کار په راپور ورکونکې   د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په ختيځ کې د تېرو درېيو […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1389

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په ختيځ کې د تېرو درېيو مياشتو پوځي عملياتو پرمهال په لوړه کچه د ولسي مرګ، ژوبلې د کمېدو خبر ورکوي. په ختيځ کې د دې کمېسيون ځايي دفتر نن د خپل درې مياشتيني کار په راپور ورکونکې

 

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په ختيځ کې د تېرو درېيو مياشتو پوځي عملياتو پرمهال په لوړه کچه د ولسي مرګ، ژوبلې د کمېدو خبر ورکوي.

په ختيځ کې د دې کمېسيون ځايي دفتر نن د خپل درې مياشتيني کار په راپور ورکونکې خبري ناسته کې اوښتې زياته مرګ، ژوبله د ايتلافي ځواکونو د عملياتو اړوند وبلل.

د دې کمېسيون د څارنې د برخې مسؤل څارنوال نقيب الله بشري، چې د ادارې په استازولۍ يې خبري ناسته کې خبرې کولې، د اوښتو ولسي مرګ، ژوبلو او همدا شان په کچه يې د کموالي کره شمېر ونه ښود.

بشري په ختيځ کې شوي پوځي عمليات په کونړ او ننګرهار کې وبلل او ويې ويل: پکې د ولسي مرګ، ژوبلې راکمېدل د نورو مياشتو په پرتله يوه لاسته راوړنه ده.

په ختيځ کې د بشري حقونو کمېسيون دې چارواکي دغه راز وويل، چې په تېرو درېيو مياشتو کې شپږ ناقانونه بنديان د دوى په هڅو له بنده خلاص شوي.

ده په دې اړه نور جزيات ورنکړل، خو په ټوله کې يې انساني کرامت ته سپکاوى، د ښځو پروړاندې زور،زياتى  او د ملکيتونو پر سر ناندرۍ په ختيځ زون کې د بشري حقونو پر وړاندې تېرو درې مياشتو کې تر ټولو لويې ننګونې وبللې او ويې ويل: نولس دا پېښې ورسره ثبت شوي.

څارنوال بشري د کليد د يوې پوښتنې په ځواب کې دا ونه منله، چې ګواکې کارکوونکي يې د بشري پېښو ډېرې شمېرې او معلومات له دولتي سرچينو اخلي او په دې دليل يې معلومات پوره سم او کره نه دي، خو د وړاندې شويو شمېرو او پېښو په اړه يې له جزياتو وركولو څخه ډډه وکړه.

هڅه مو وکړه، چې د بشري حقونو د کمېسيون پر څرګندونو په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو د مطبوعاتي ادارې نظر هم واخلو، خو پکې پاتې راغلو.

تر دې وړاندې دې کمېسون پخپل درې مياشتيني رپوټ کې  وسله وال طالبان په دې تورن کړي وو، چې په ختيځ کې يې زياته ولسي مرګ، ژوبله رامنځته کړې، خو  وسله والو طالبانو دغه ادعا رد کړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA