د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ماین چاودنې۱۳ تنه ملکي وګړي ووژل، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې وی
د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ماین چاودنې۱۳ تنه ملکي وګړي ووژل، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي، چې دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ د لس نیمو بجو په شاوخوا کې د خوشامند ولسوالۍ د نوي کلا په سیمه کې د ملکي وګړو په موټر شوې.
خبر پاڼه زیاتوي، چې چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د کلي خلکو خپل ناروغ ماشومان روغتون ته د درملني په موخه وړل، چې پر لاره پرې د سړک د غاړي ماین چاودنه وشوه.
د پکتیکا والي محب الله صميم هم د پېښې پخلى كړى، خو لا تر اوسه پورې د دې چاودنې مسؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په پکتیکا ولایت کې د نښتو او دې ډول چاودنو په لړ کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبلي اوښتي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

