ads

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د لاسته راوړنو په اړه خبر وركړ

د ترانسپورت او ملكي هوايي چلند وزارت چارواكي په دغه وزارت كې د يو لړ پرمختګونو او لاسته راوړنو خبر وركوي. د ترانسپورت او هوايي چلند سر پرست داوود علي نجفي   د ترانسپورت او ملكي هوايي چلند وزارت چارواكي په دغه وزارت كې د يو لړ پرمختګونو او لاسته راوړنو خبر وركوي. د ترانسپورت […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1389

د ترانسپورت او ملكي هوايي چلند وزارت چارواكي په دغه وزارت كې د يو لړ پرمختګونو او لاسته راوړنو خبر وركوي. د ترانسپورت او هوايي چلند سر پرست داوود علي نجفي

 

د ترانسپورت او ملكي هوايي چلند وزارت چارواكي په دغه وزارت كې د يو لړ پرمختګونو او لاسته راوړنو خبر وركوي.

د ترانسپورت او هوايي چلند سر پرست داوود علي نجفي د چهارشنبې په ورځ يوې خبري غونډې كې خبريالانو ته وويل، چې امريكا ته سفر يې د دغه هېواد د هوايي چلند د ادارې او ترانسپورټ د وزارت په دعوت ترسره كړ، چې د ده په وينا: د امريكا د هوايي چلند ادارې له دوى سره د مالي مرستې او دغه راز د هوايي چلند د متخصيصنو د استولو ژمنې وكړې.

نوموړي زياته كړه، چې د دې ترڅنګ د امريكا د ترانسپورت وزارت هم د ترانسپورټ په برخه كې د هر ډول همكارۍ ژمنې وكړې.

نجفي زياته كړه، چې بله لاسته راوړنه يې د هغه مقررې تصويب دى، چې پر اساس به يې افغاني هوايي شركتونه وكولاى شي اروپايي هېوادونو ته الوتنې پيل كړي او خصوصي هوايي شركتونه د اروپايي اتحاديې تر څارنې لاندې هڅه كوي، چې خپل ځان له دې مقررې سره برابر كړي او اروپايي هېوادونو ته خپلې الوتنې پيل كړي.

ده همداراز وويل، چې له دېرشو څخه ډېرو كسانو يوه مياشت مخكې د رادارو زده كړې پيل كړي دي، ترڅو وكولاى شي د بهرنيانو څخه افغانانو ته د واك د انتقال وروسته د افغانستان فضا په خپله د افغانانو لخوا كنترل شي.

دا په داسې حال كې ده، چې څه موده وړاندې افغاني هوايي شركتونو د هغه الوتكو الوتنې په دې سبب، چې د نړيوالو هوايي معيارونو سره نه وې برابرې بند شوې وې، اوس د ګوتو په شمار هغه الوتكې، چې په بهرنيو هېوادونو كې ثبت او راجستر شوي دي اروپايي او نورو لويديزو هېوادونو ته الوتنې كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA