تېر ماښام په كابل ښار كې د بُست باستان خبري اژانس پر مسؤل او ليكوال رزاق مامون تېزاب شيندل شوي دي. د كابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال
تېر ماښام په كابل ښار كې د بُست باستان خبري اژانس پر مسؤل او ليكوال رزاق مامون تېزاب شيندل شوي دي.
د كابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر سمونوال محمد ظاهر رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه تېر ماښام شپږ نيمې بجې د نامعلومو كسانو لخوا هغه مهال رامنځته شوه، چې نوموړى له خپل دفتره كور ته روان و.
محمد ظاهر زياته كړه: تېزاب شيندنې د رزاق مامون لاس او مخ سوځولي، خو روغتيايي حالت يې ښه دى.
نوموړي زياته كړه، چې تر اوسه پوليسو د دغه موضوع په اړه څوك نه دي نيولي، خو د پېښې په اړه يې پلټنې پيل كړې دي.
رزاق مامون اوس مهال د سردار محمد داوود خان څلور سوه بستريز روغتون كې تر درملنې لاندې دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


