ads

ايتلافي ځواكونو دوه ملكي وګړي ټپيان كړل

ځايي چارواكي وايي، چې د غزني په اندړ ولسوالۍ كې ايتلافي ځواكونو تېر ماښام دوه ملكي وګړي ټپيان كړل. د اندړ ولسوال شېرخان يوسفزي كليد ته د ټليفون پر ليكه د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه،   ځايي چارواكي وايي، چې د غزني په اندړ ولسوالۍ كې ايتلافي ځواكونو تېر ماښام دوه ملكي […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1389

ځايي چارواكي وايي، چې د غزني په اندړ ولسوالۍ كې ايتلافي ځواكونو تېر ماښام دوه ملكي وګړي ټپيان كړل. د اندړ ولسوال شېرخان يوسفزي كليد ته د ټليفون پر ليكه د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه،

 

ځايي چارواكي وايي، چې د غزني په اندړ ولسوالۍ كې ايتلافي ځواكونو تېر ماښام دوه ملكي وګړي ټپيان كړل.

د اندړ ولسوال شېرخان يوسفزي كليد ته د ټليفون پر ليكه د پېښې پخلى وكړ او زياته يې كړه، چې دغه كسان هغه مهال د ايتلافي ځواكونو لخوا ټپيان شول، چې ايتلافي ځواكونو ورته د موټر د ودرو ويلي وو، خو دوى يې خبره نه وه منلې.

نوموړي زياته كړه، چې تر دې دمه ورته نه ده معلومه چې ټپيان په څه حالت كې دي او چرته دي او نه هم ايتلافي ځواكونو لا په دې اړه رسنيو ته څه ويلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA