د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يو سپين ږيرى هغه مهال د امريکايي ځواکونو په ډزو ووژل شو، چې پر امريکايي قوماندان يې د ډبرې ګوزار کړى او هغه يې ټپي کړ.
د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يو سپين ږيرى هغه مهال د امريکايي ځواکونو په ډزو ووژل شو، چې پر امريکايي قوماندان يې د ډبرې ګوزار کړى او هغه يې ټپي کړ.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر رسنيو ته ويلي ، چې دغه پېښه په هلمند ولايت کې رامنځته شوې ده .
سرچينې زياته کړه، چې په هلمند کې د يوې قومي شورا پر مهال يوه افغان سپين ږيري په سيمه کې د امريکايي بحري ځواکونو پر يوه قوماندان د ډبرې ګوزار وکړ.
د يادو شويو ځواکونو مطبوعاتي دفتر و ويل، چې د امريکايي قوماندان ساتونکو پر ياد شوي افغان سپين ږيري ډزې وکړې او هغه يې وواژه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


