ads

ځيني سرتېري به له ۲۰۱۴ كال وروسته هم پاتې شي

په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پېټريوس پرون په زابل كې خبريالانو ته وويل، چې ځينې بهرني ځواکونه به له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پېټريوس پرون په زابل كې خبريالانو ته وويل، چې ځينې بهرني […]

نویسنده: TKG
28 مرغومی 1389

په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پېټريوس پرون په زابل كې خبريالانو ته وويل، چې ځينې بهرني ځواکونه به له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پېټريوس پرون په زابل كې خبريالانو ته وويل، چې ځينې بهرني ځواکونه به له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي دغه څرګندونې زابل ولايت ته د سفر پر مهال خبريالانو ته وکړې.

هغه زياته كړه، چې دغه تصميم په دې خاطر نيول شوى، څو افغان ځواکونه په بشپړ ډول پر خپلو پښو ودرېږي.

جنرال ډېوېد پېټريوس پرون د يوه پلاوي په ملتيا زابل ته لاړ او هلته يې له مېشتو بهرنيو سرتېرو، ځايي چارواكو او د پوليس له روزنيز مركز څخه ليدنه وكړه.

نوموړي په زابل كې د پوليس د تعليمی مرکز څخه د ليدنې پرمهال له محصلينو سره ژمنه وكړه، چی په نږدې راتلونکي کې به د دې مرکز د پرمختيا لپاره پنځه لکه امريکايی ډالرمرسته وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA