افغان ملي امنيتي پوليسو په تېرو دوو ورځو كې د چاڼيزو عملياتو پرمهال په کندهار ښار او ارغنداو ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال له چاودېدونکو توکو او مرميو سره يو ځاى نيولي دي.
افغان ملي امنيتي پوليسو په تېرو دوو ورځو كې د چاڼيزو عملياتو پرمهال په کندهار ښار او ارغنداو ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال له چاودېدونکو توکو او مرميو سره يو ځاى نيولي دي.
د كندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې خبر پاڼې كې راغلي، چې ملي پوليسو وړمه ورځ د دې ولايت د نهمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د كندهار ښار د دويمې ناحيې د ريګي کلا يو تن اوسېدونکى له يوه موټر سايکل او ٥ کيلو چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيولى، چې دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دى.
خبر پاڼه زياتوي، چې پرون سهار شاوخوا ۷ بجې د ارغنداو ولسوالۍ د چهار غلبې او کښته خسرو په کليو کي د عملياتو پرمهال دوه تنه وسله وال مخالفين ونيول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو سره ٣٧ قندانۍ ډوله ماينونه، له چاودېدونکو توکو ډکې ١٤ پنځه کيلويي ډبې، د هاوان لس مرمۍ او قندانۍ ډوله شپاړلس پټاکۍ نيول شوي دي.
ملي پوليسو د دې چاڼيزو عملياتو پر مهال ١٦ ريموټ کنټرول ماينونه، ٣ سوه متره لين، يو نيم کيلو چرې، ٢٠ دانې پټاکۍ، درې کيلو باروت، ٣ سوه د سکيل مرمۍ او يوه دانه د هاوان درجه ترلاسه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


