ads

امريكايي پلاوي د خپل هېواد له لوري د اوږد مهاله مرستو ژمنه وكړه

د امريکا د سنا يو پلاوي له جمهور رئيس كرزي سره د ليدو پرمهال ژمنه وكړه، چې هېواد به يې تر هغې پورې له افغانستان سره خپلو اوږدمهالو همکاريو ته دوام ورکوي تر څو پورې، چې افغانستان ورته اړتيا ولري. د امريکا د سنا يو پلاوي له جمهور رئيس كرزي سره د ليدو پرمهال ژمنه […]

نویسنده: TKG
28 مرغومی 1389

د امريکا د سنا يو پلاوي له جمهور رئيس كرزي سره د ليدو پرمهال ژمنه وكړه، چې هېواد به يې تر هغې پورې له افغانستان سره خپلو اوږدمهالو همکاريو ته دوام ورکوي تر څو پورې، چې افغانستان ورته اړتيا ولري.

د امريکا د سنا يو پلاوي له جمهور رئيس كرزي سره د ليدو پرمهال ژمنه وكړه، چې هېواد به يې تر هغې پورې له افغانستان سره خپلو اوږدمهالو همکاريو ته دوام ورکوي تر څو پورې، چې افغانستان ورته اړتيا ولري.

د سناتور ميچ مکينل په مشرۍ د جمهوري غوښتوونکو او ډيموکراتانو دغه ګډ پلاوي تېره ورځ د جمهوري رياست په ماڼۍ کې له جمهور رئيس  کرزي سره وکتل.

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا په يوې اعلاميې کې راغلي، چې په دې کتنه کې له افغانستان سره د امريکا په همکاريو، افغان ځواکونو ته د امنيت سپارلو او اداري فساد په ګډون په بيلابيلو مسايلو خبرې وشوې.

په دې پلاوي كې سناتور ليندسي ګراهام، سناتور کيلي ايوت، ران جانسن، پت ټومي او سناتور ريچارډ بر هم شامل دي.

دوی د کابل د سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو له عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پېتريويس او همداراز امريکايي پوځيانو سره وکتل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA