د کونړ په سرحدي ولسوالۍ اسمار کې ايتلافي او افغان ځواکونو د خپلو وسله والو مخالفينو پرضد پوځي عمليات پيل کړي، چې د دوى په دعوه نېږدې اته وسله وال مخالفين يې پکې وژلي.
د کونړ په سرحدي ولسوالۍ اسمار کې ايتلافي او افغان ځواکونو د خپلو وسله والو مخالفينو پرضد پوځي عمليات پيل کړي، چې د دوى په دعوه نېږدې اته وسله وال مخالفين يې پکې وژلي.
په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د دويمې پلې لېوا قومندان بريد جنرال محمد افضل وايي: عمليات وړمه شپه وروسته ترهغې پيل شول، چې دوى ته د اسمار په يوه سرحدي سيمه کې د پاکستانيو طالبانو د راتګ خبر ورکړل شو.
دى، چې عمليات اوپراتيفي ګڼي وايي: د مرګ، ژوبلې له کچې پکې کره معلومات نه لري، خو ايتلافي ځواکونو ورته پکې د هوايي بريدونو په پايله کې له شپږو، تر اتو وسله والو مخالفينو د وژل کېدو ويلي.
دا، چې وژل شوي کسان افغانان که پاکستانيان دي؟ قومندان يې په اړه معلومات نه لري.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې کليد ته وويل، چې د کونړ په شيګل او دانګام ولسواليو کې يې ځواکونو تازه ځمکني او هوايي عمليات کړي او خپل اوه تنه وسله وال مخالفين يې وژلي.
د کونړ والي، امنيې قومندان او دې ولايت کې د ګډو ځواکونو د همغږۍ مشر په دې اړه له خبرو ډډه وکړه، خو د کونړ د ولايتي شورا رئيس حاجي مياحسن عادل کليد ته وويل، چې عملياتو کې دوه ماشومان هم ټپيان شوي دي.
د کونړ د عامې روغتيا رئيس ډاکټراسدالله فضلي کليد ته وويل: د اسمار له عملياتو او پکې د څو تنو له وژل کېدو خبرشوى، خو دوى ته ترې مړي او ټپيان نه دي راوړل شوي.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد کليد ته رد کړه، چې ګواکې اسمار کې يې وسله وال ملګري وژل شوي دي.
ده وويل: خبرشوي، چې هلته عملياتو کې اته ولسي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
اسمار ډېورنډ کرښې ته لنډه د کونړ يوه هغه نسبتاً ناامنه ولسوالي ده، چې ډېرى وخت يې په ځينو سيمو او په ځانګړي ډول ډب خوړ سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو مخامخ بريدونه او چاودنې کېږي، خو دا چې دا سيمې غره ييزې او ډېرې لرې او له ټليفوني پوښښه بهر دي، ځايي خلکو سره يې خبرو کې پاتې راغلو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


