ads

د پاكستان په هنګو كې چاودنې ۱۸ تنه ووژل

د خيبر پښتونخوا جنوب ته په هنګو سيمه كې چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا لږ ترلږه ۱۸ تنه پكې وژل شوي او نهه نور ټپيان دي. چارواكي زياتوي، چې دغه چاودنه نن سهار ۸ بجې او ۵۰ دقيقې       د خيبر پښتونخوا جنوب ته په هنګو سيمه كې چاودنه شوې، […]

نویسنده: TKG
27 مرغومی 1389

د خيبر پښتونخوا جنوب ته په هنګو سيمه كې چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا لږ ترلږه ۱۸ تنه پكې وژل شوي او نهه نور ټپيان دي. چارواكي زياتوي، چې دغه چاودنه نن سهار ۸ بجې او ۵۰ دقيقې

 

 

 

د خيبر پښتونخوا جنوب ته په هنګو سيمه كې چاودنه شوې، چې د ځايي چارواكو په وينا لږ ترلږه ۱۸ تنه پكې وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

چارواكي زياتوي، چې دغه چاودنه نن سهار ۸ بجې او ۵۰ دقيقې د هنګو په جوزره سيمه كې، كوهاټ ته په تلونكي وايګن موټر كې شوې.

يوه ځايي پوليس افسر اسلام الدين رسنيو ته ويلي، چې په دغه موټر كې د ښځو او ماشومان په شمول اتلس تنه سواره وو، چې ټول په چاودنه كې وژل شوي دي.

نوموړي زياته كړې، چې په چاودنه كې موټر هم له منځته تللى او د چاودنې د ځواكمنتيا له كبله شاته بل موټر هم چپه شوى او پكې ۹ سورلۍ ټپيانې دي.

د اسلام الدين د معلوماتو له مخې، د چاودنې پرمهال موټر د سيمې د امنيتې پوستې څخه څو سوه متره لرې واټن كې و.

د چارواكو په وينا، چاودېدونكي توكي له وړاندې څخه په وايګن موټر كې ځاى پرځاى شوي وو، چې د چاودېدو له كبله يې په موټر كې د ګازو ډبه هم چاودېدلې.

له چاودنې وورسته امنيتي ځواكونو سيمه په خپل كنټرول كې ونيوله او مرستندويه ډلو مړي او ټپيان نږدې روغتونونو ته ولېږدول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA