ads

بهرنيو ځواكونو درې تنه شكمن كسان ونيول

ځايې چارواكي وايي، چې تېره شپه د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې بهرنيو ځواكونو د يو لړ عملياتو په ترڅ كې درې تنه شكمن كسان له يو ميل كلاشينكوف سره نيولي دي. ځايې چارواكي وايي، چې تېره شپه د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې بهرنيو ځواكونو د يو لړ عملياتو په ترڅ كې […]

نویسنده: TKG
27 مرغومی 1389

ځايې چارواكي وايي، چې تېره شپه د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې بهرنيو ځواكونو د يو لړ عملياتو په ترڅ كې درې تنه شكمن كسان له يو ميل كلاشينكوف سره نيولي دي.

ځايې چارواكي وايي، چې تېره شپه د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې بهرنيو ځواكونو د يو لړ عملياتو په ترڅ كې درې تنه شكمن كسان له يو ميل كلاشينكوف سره نيولي دي.

د زرمت ولسوال ګلاب شاه د دې نيونې پخلى كوي او زياتوي، چې ځواكونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ كې د يادې ولسوالۍ د سهاكو له سيمې څخه درې تنه له ځانو سره وړي دي.

دى دا هم وايي، چې ځواكونو د عملياتو په لړ كې له نيول شويو شكمنو كسانو سره يو ميل كلاشينكوف هم نيولى دى.

ځايې چارواكي د نورو معلوماتو وركولو څخه ډډه كوي، خو د بهرنيو ځواكونو د مطبوعاتي دفتر له خوا رسنيو ته ويل شوي، چې يو وسله وال طالب يې نيولى دى.

زرمت، چې د پكتيا مركز ګردېز ته په شاوخوا ۳۰ كيلومترۍ كې پرته ولسوالي ده ډېرى وخت پكې د افغان او بهرنيو ځواكونو له خوا ورته عمليات ترسره كېږي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د زرمت ولسوالۍ په سهاكو سيمه كې څو ځلې د چاڼيزو عملياتو په لړ كې كورونه تالاشي شوي دي او په جګړه تورن كسان پكې نيول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA