ads

چاودنې ۳ پوليس او ۷ ملكي وګړي ټپيان كړل

د کندهار ښار د شپاړسمې امنيتي حوزې اړوند د لودين هوټل مخې ته په بايسكل كې د ځاى پر ځاى شيويو چاودېدونكو توكو پر مټ چاودنه شوې، چې له امله يې لس تنه ټپيان شول. د کندهار ښار د شپاړسمې امنيتي حوزې اړوند د لودين هوټل مخې ته په بايسكل كې د ځاى پر ځاى […]

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1389

د کندهار ښار د شپاړسمې امنيتي حوزې اړوند د لودين هوټل مخې ته په بايسكل كې د ځاى پر ځاى شيويو چاودېدونكو توكو پر مټ چاودنه شوې، چې له امله يې لس تنه ټپيان شول.

د کندهار ښار د شپاړسمې امنيتي حوزې اړوند د لودين هوټل مخې ته په بايسكل كې د ځاى پر ځاى شيويو چاودېدونكو توكو پر مټ چاودنه شوې، چې له امله يې لس تنه ټپيان شول.

د کندهار د امنيت امر سمونوال فضل احمد شېرزاد د پېښې د پخلي ترڅنک کليد ته وويل، چې پېښه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې او شل دقيقې هغه مهال رامنځته شوه، چې د پوليسو د ګزمې موټر سيمې ته راورسېد.

نوموړي زياته كړه، چې چاودنه د ريموټ كنټرول په واسطه شوې، چې له امله يې درې تنه پوليس او اوه ملکي وګړي ټپيان شول.

بلخو د ميرويس روغتون ډاکټران وايي، چې له يادې پېښې ١٢ تنه ټپيان وروړل شوي، چې څلور يې پوليس او پاتې يې ملکي وګړي دي.

د يادې چاودنې په اړه لا تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې يوه اوونۍ وړاندې هم د کندهار – بولدک پرلاره د ځانمرګي بريد په پايله كې د يوه ملکي وګړي په ګډون دوه تنه پوليس وژل شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA