ads

په ترهرګريزو بريدونو كې ۲۰ فصيده كموالى راغلى

كورنيو چارو وزارت په تېره اونۍ كې د ۴۵ تنو وسله والو مخالفينو، د ۱۴ پوليسو او ۲۶ ملكي كسانو د وژلو خبر وركړ. د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ  يوې خبري غونډې ته وويل،   كورنيو چارو وزارت په تېره اونۍ كې د ۴۵ تنو وسله والو مخالفينو، د […]

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1389

كورنيو چارو وزارت په تېره اونۍ كې د ۴۵ تنو وسله والو مخالفينو، د ۱۴ پوليسو او ۲۶ ملكي كسانو د وژلو خبر وركړ. د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ  يوې خبري غونډې ته وويل،

 

كورنيو چارو وزارت په تېره اونۍ كې د ۴۵ تنو وسله والو مخالفينو، د ۱۴ پوليسو او ۲۶ ملكي كسانو د وژلو خبر وركړ.

د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يكشنبې په ورځ  يوې خبري غونډې ته وويل، چې د تېرې اونۍ په پرتله د ملكي خلكو په وژنه كې درې، د پوليسو په وژنه كې ۱۴ او په ترهګريزو بريدونو كې ۲۰ فيصده كموالى رامنځته شوى دى.

د بشري په وينا: په تېره اونۍ كې ۱۰۲ بېلابېلې جنايي پېښې رامنځته شوي، چې په تور يې ۴۹ كسان نيول شوي، چې ۲۹ فيصده كموالى ښيي او همدا راز د ۵۴۷ كيلو ګرامه نشه يي توكو د كاروبار په تور ۱۱ كسان هم نيولي دي.

نوموړي زياته كړه: ۵۷ خصوصي امنيتي كمپينۍ تړلې شوي، چې د نورو كمپنيو د تړلو چارې خورا په چټكۍ سره پرمخ ځي.

د كورنيوچارو وزارت همداراز وويل، چې د پخوا په پرتله د پوليسو له ليكو څخه د تېښتې كچه خورا كمه شوې ده.

د يادولو وړ ده، چې د پوليسو اوسنۍ شمېره يو سلو دوه ويشت زرو ته رسېږي، خو د كورنيو چارو وزارت چارواكي بيا وايي، چې دوى غواړي راتلونكى كال پورې ياده شمېره يو سلو څلور دېرشو  زرو ته لوړه كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA