ads

هلمند كې ۲۹ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانستل شول

د پوهني ريا ست چارواكو په هلمند  كې د ۲۹ تړل شويو ښوونځيو د بېرته  پرانستل كېدو خبر وركړ. د هلمند  ولايت  د پوهني رياست مرستيال محمد ولي خان سرحدي وايي، چې دغه ښوونځي   د پوهني ريا ست چارواكو په هلمند  كې د ۲۹ تړل شويو ښوونځيو د بېرته  پرانستل كېدو خبر وركړ. د […]

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1389
هلمند كې ۲۹ تړل شوي ښوونځي بېرته پرانستل شول

د پوهني ريا ست چارواكو په هلمند  كې د ۲۹ تړل شويو ښوونځيو د بېرته  پرانستل كېدو خبر وركړ. د هلمند  ولايت  د پوهني رياست مرستيال محمد ولي خان سرحدي وايي، چې دغه ښوونځي

 

د پوهني ريا ست چارواكو په هلمند  كې د ۲۹ تړل شويو ښوونځيو د بېرته  پرانستل كېدو خبر وركړ.

د هلمند  ولايت  د پوهني رياست مرستيال محمد ولي خان سرحدي وايي، چې دغه ښوونځي د مركز لښكرګاه په ګډون په شپږو ولسواليو كې پرانستل شوي دي.

د ده  په وينا: ۴ ښوونځي په ناوې، ۹ په ګرمسير، ۷ په مارجې، ۲ په مركز لښكرګاه، ۲ په  نادعلي او ۵ په موسى كلا ولسواليو كې له  اوږدې مودي تړل كېدو وروسته يو ځل بيا د زده کوونکو پر وړاندې پرانستل شول.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دې سره، شاوخوا ۱۲ زره نويو  زده كونكو ته  د زده كړې زمينه  برابره شوه.

نوموړي زياته كړه، د دغه ښوونځيو په پرانستلو سره  د فعاله  ښوونځيو شمېره په داسې حال کې  ۱۲۲ ته  لوړه شوه، چې په ټوليزه  توګه په هلمند كې ۳۲۳ منظور شوي ښونځۍ شتون لري.

د پوهني رياست مرستيال وايي، چې په دغه  ۱۲۲ ښوونځيو كې شاوخوا سل زره زده كونكي په  زده كړه بوخت دي، چې ۲۳ زره يې ښځينه دي.

نوموړی په پوهني رياست كې لويه ستونزه د مسلكي ښوونكو نه شتون په ګوته كوي او په دې برخه كې له اړوند وزارت څخه د مرستې غوښتنه كوي.

د پوهنې رياست مسولين په داسې حال كې د ۱۲۲ پرانستو ښوونځيو د فعالت  خبر وركوي، چې د تعلمي كال په پيل كې د دې رياست  له دندې ګوښه  شوي رئيس شېر اغاه  صافي د ۱۴۰ ښونځيو د فعالت  او ۱۶۰ زره زده كونكو د شتون خبر وركړى وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA