ځايي چارواكي وايي، چې تېر ماښام د هرات ولايت په ادرسكن ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو د ايټالوي سرتېرو پر كاروان بريد كړى، خو چا ته په كې زيان نه دى اوښتى.
ځايي چارواكي وايي، چې تېر ماښام د هرات ولايت په ادرسكن ولسوالۍ كې وسله والو طالبانو د ايټالوي سرتېرو پر كاروان بريد كړى، خو چا ته په كې زيان نه دى اوښتى.
د ادرسكن ولسوال فرهاد روفيان د بريد پخلى كړى او زياته كړې يې ده، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ايټالوي سرتېري له سيمې څخه د تېرېدو په حال كې و.
نوموړي زياته كړه، چې وسله والو طالبانو پرې د راكټ بريد كړى او له بريد وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
په همدې حال كې د وسله والو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې بريد كې يې بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي زياته كړې، چې ايټالوي سرتېري سيمې ته د خلكو د كورنو د تالاشۍ لپاره راغلي وو، چې په لاره كې د دوى د ملګرو له كمين سره مخامخ شول.
ايساف ځواكونو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې د هرات ولايت امنيې قومندانۍ د استخباراتو پوليسو تېره شپه په شيندنډ ولسوالۍ كې د ميزايل ۶ مرمۍ كشف او نيولي دي.
ويل كېږي دغه مرمۍ په هرات كې پر دولتي ودانيو د توغولو لپاره ذخيره شوې وې.
د دغو توكو په تړاو لا څوك نه دي نيول شوي، خو ځايي امنيتي چارواكي وايي، چې د اړوندو كسانو د نيولو هڅې يې پيل كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


