ads

شېرزي په اچين كې د هيروين جوړونكو كارځايونو شتون ومانه

د ننګرهار والي ګل آغاشېرزي د دې ترڅنګ، چې د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د پاکستان اوسنۍ پولې سره د هيروين جوړونکو کارځايونو شتوالى د ننګرهار والي ګل آغاشېرزي د دې ترڅنګ، چې د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د پاکستان اوسنۍ پولې سره د هيروين جوړونکو کارځايونو شتوالى مني، وايي: ژر […]

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1389

د ننګرهار والي ګل آغاشېرزي د دې ترڅنګ، چې د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د پاکستان اوسنۍ پولې سره د هيروين جوړونکو کارځايونو شتوالى

د ننګرهار والي ګل آغاشېرزي د دې ترڅنګ، چې د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د پاکستان اوسنۍ پولې سره د هيروين جوړونکو کارځايونو شتوالى مني، وايي: ژر به يې پرضد په کابل کې مېشت د نېشه يي توکيو پرضد ځانګړي پوليس هوايي عمليات وکړي.

والي دا خبرې کليد ته په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې او پرته له دې، چې د دې هيروين جوړونکو کارځايونو شمېر وښيي وويل: دا کارځايونه په غره ييزو سيمو کې دي.

شېرزي دغه راز وويل، چې په شېرزادو او خوګياڼو  ولسواليو کې هم هيروين جوړېدل، چې افغان او بهرنيو ځواکونو د وروستيو عملياتو پر مهال يې نېږدې دولس دا کارځايونه له منځه يوړل.

په ورته وخت کې د نېشه يي توکيو پر ضد د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل، چې پرون ننګرهار ته راغلى و، کليد ته په اچين کې د هيروين جوړونکو کارځايونو رد او پخلى دواړه ونکړ، خو ويې ويل: د نېشه يي توکيو پرضد ځانګړي پوليس يې د دې توکيو پرضد د هرډول عملياتو وړتيا لري.

څو  ورځې وړاندې په ختيځ کې د سرحدي ځواکونو قومندان هم کليد ته د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ اچين کې د هيروين جوړونې د کارځايونو شتوالى منلى او ختمولو ته يې د هوايي ځواک غوښتنه کړې وه.

دې ولسوالۍ کې څو مياشتې وړاندې د يوه لوى هيروين جوړونکي مرکز په ويجاړولو پسې روسي او امريکايي کارپوهان او ځواکونه هم راغلي وو، چې په وينا يې: په لويه کچه نشه يي توکي يې له منځه يوړل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA