ads

ختيځ كې ترافيكي پېښې ۱۲ تنه ووژل

په ننګرهار کې يوې درنې ترافيکي پېښې تېر مازېګر ديارلس تنو ته مرګ ژوبله واړوله. پېښه د جلال اباد جنوب خواته د سره رود ولسوالۍ بختان سيمې سره پر رېنګ روډ سړک تورخم   په ننګرهار کې يوې درنې ترافيکي پېښې تېر مازېګر ديارلس تنو ته مرګ ژوبله واړوله. پېښه د جلال اباد جنوب خواته […]

نویسنده: TKG
26 مرغومی 1389

په ننګرهار کې يوې درنې ترافيکي پېښې تېر مازېګر ديارلس تنو ته مرګ ژوبله واړوله. پېښه د جلال اباد جنوب خواته د سره رود ولسوالۍ بختان سيمې سره پر رېنګ روډ سړک تورخم

 

په ننګرهار کې يوې درنې ترافيکي پېښې تېر مازېګر ديارلس تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

پېښه د جلال اباد جنوب خواته د سره رود ولسوالۍ بختان سيمې سره پر رېنګ روډ سړک تورخم ته د يوه تلونکي سوپرکېشتم او کابل ته د تلونکي يو ه داسلنډ ترمنځ وشوه، چې د ننګرهار د و الي وياند احمد ضياعبدالزى يې په پخلي كوي او وايي، چې د سوپرکېشتم دولس سپرلۍ مړې او يو بل تن يې ټپي دى.

وياند وايي: په مړو کې درې ماشومان او دوه مېرمنې هم شامل دي.

عبدالزى د ترافيکي چارواکو له خولې د سوپر کېشتم موټر چلوونکى په پېښه کې پړ ګڼي او وايي: پوليس ترهڅو و روسته هم د دواړو موټر چلوونکو په  نيونه کې پاتې راغلي، خو د داسلنډ موټر يې لاسته ورغلى.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون مشر ډاکټر سيف الرحمان ابراهيم خېل بيا کليد ته وويل، چې پېښه کې دولس تنه مړه شوي او دوه ټپيان دي، چې د يوه ټپي روغتياد اندېښنې وړ ده.

د ابراهيم خېل په وينا: په مړو شويو کې د کابل – جلال اباد ترمنځ د پرتې کوتل سيمې د يوې کورنۍ شپږ غړي شامل دي.

د ننګرهار د ترافيکو مدير د تېرو نورو داسې پېښو په شان بيا هم له خبرو ډډه وکړه، خو د والي وياند کليد ته ومنله، چې د موټر چلوونکو د ناپامۍ ترڅنګ په ننګرهار کې د زياتو شويو ترافيکي مرګ، ژوبلو يو لامل دلته د ترافيکي پرسونل کموالى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA