د پكتيا په مركز ګرديز كې (۴۳) تنه ځوانانو د كمپيوټري پروګرامونو زده كړه د شپږو مياشتو په اوږدو كې بشپړه كړه. د زده كړې دا پروګرام چې د دې ولايت د مخابراتو د رياست له خوا جوړ شوى وو په اړه يې د اړوند رياست ريس انجينر شهزاده سليمانزوي رسنيو ته وويل دوئ د شپږو مياشتو په اوږدو كې ځوانانو ته د كمپيوټر بيلابيل پروګرامونه او د انټرنيټ كارول ښوودلي دي.
د پكتيا په مركز ګرديز كې (۴۳) تنه ځوانانو د كمپيوټري پروګرامونو زده كړه د شپږو مياشتو په اوږدو كې بشپړه كړه.
د زده كړې دا پروګرام چې د دې ولايت د مخابراتو د رياست له خوا جوړ شوى وو په اړه يې د اړوند رياست ريس انجينر شهزاده سليمانزوي رسنيو ته وويل دوئ د شپږو مياشتو په اوږدو كې ځوانانو ته د كمپيوټر بيلابيل پروګرامونه او د انټرنيټ كارول ښوودلي دي.
سليمانزوي زياتوي چې له دې ورسته به ورته نور پروګرامونه هم جوړوي تر څو وزګار ځوانان وكولاى شي د كم وخت په تېرېدو د كمپيوټر سره بلد شي.
انجينر سليمانزوئ ادعاكوي چې د دوئ د كمپيوټري زده كړو له پروګرام سره د مركز ګرديز او ور خواته ولسواليو ځوانانو ډېره مينه ښوودلې ده، دى وايې كېداى شي په راتلونكې كې د زده كوونكو شمېر هم زيات كړي.
دا مهال د پكتيا په مركز ګرديز كې د نشه يانو او وزګارو ځوانانو شمېره ورځ تر بلې زياتېدونكې ده، د نظر خاوندان د دا ډول كورسونو جوړول ګټور بولي خو ټينګار كوي چې ځوانانو ته دې د اوږد مهاله كار زمينه برابره شي.
د مخابراتو د رياست له خوا د كمپيوتري زده كړو لړۍ په داسې حال كې پيلېږي چې لا هم د پكتيا ولايت ډېرى زده كوونكي له كمپيوټر سره نابلده دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


