افغان کروندګرو ځكه د کوکنارو کر ته مخ اړولې، چې بيې يې د پخوا په پرتله لوړې شوې دي. د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال محمد ازهر وويل، د اپيمو بيمه د غنمو په پرتله اووه برابره لوړه ده، د ترياکو لپاره تقاضا ٥٨ مليارده ډالره ده. ځکه نو افغان کروندګر غوره ګڼي، چې ترياک وکري.
افغان کروندګرو ځكه د کوکنارو کر ته مخ اړولې، چې بيې يې د پخوا په پرتله لوړې شوې دي.
د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال محمد ازهر وويل، د اپيمو بيمه د غنمو په پرتله اووه برابره لوړه ده، د ترياکو لپاره تقاضا ٥٨ مليارده ډالره ده. ځکه نو افغان کروندګر غوره ګڼي، چې ترياک وکري.
افغانستان د نړۍ په کچه په سلو کې ٨٥ اپيم توليدوي او زيات کوکنار په هلمند کې کرل کېږي.
ملګري ملتونه وايي: په افغانستان کې پنځلس لکه کورنۍ د دې کښت له درکه خپله نفقه برابروي، په ٢٠٠٩م کال کې د يو کيلوګرام اپيمو بيه ٣٨ ډالره وه، په ٢٠١٠م کال کې دغه بيه ١٥٤ډالرو ته لوړه شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


